ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ د پاییزې دستورې نن ماښام شپږ نیمې بجې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسي په شتون سره ترسره کیږي.
په راپور کې وئيل شوي دي، دغه دستورې به د تحقیق په قرائت څانګې کې د سیالیو ددغه پړاؤ د لومړي لمبر کس په تلاؤت سره پیل شي. په دوام کې به د اوقافو او دخیریه چارو دادارې مشر حجةالاسلام سید مهدي خاموشي ددغو سیالیو د پړاؤ په باب راپور وړاندې کړي.
د قرآن دنړیوالو سیالیو د نهه دیرشم مستند خپریدا، د هادي آرزم په سرپرستۍ سره د اهل البیت منتخب مداحي ډلې اجرا او د قاضیانو د پلاوي داعلامیې قرائت کول ددغو دستورو نور پروګرامونه دي.
په دغو دستورو کې به د ایران د اسلامی ارشاد او کلتور وزیر چې ددغو سیالیو په پرانیستونکو دستورو کې ئې هم وینا کړې وه ، په پایزو دستورو کې وینا وکړي. په دوام کې به د ښاغلو او آغلو په دوو برخو کې برلاسه کسان معرفی او ستاینه وشي او د قران د نړیوالو سیالیو دغه پړاؤ به د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسي په وینا سره پاي ته ورسیږي